ټولنهلوګرمرکې او راپورونه

ولې یو شمیر کورنۍ خپله خوښۍ په ډزو لمانځي.؟

افغانستان یو له هغه جنګ ځپلیو هیوادونو څخه دی چې په تېرو څلورو لسیزو کې جنګ جګړو دومره ځپلی چې ډيری اوسیدونکې یې له جنګ جګړو یا مستقیم او یا هم په غیرې مستقیمه ډول اغیزمن شوې دي.

د جګړې له زیانونو یو زیان دا هم دی چې په ډير سیمو کې یو شمیر افغان کورنۍ په دودیز ډول خپله خوښۍ په ډزو لمانځي چې ډير کله ځينې خوښۍ مراسم په غم هم بدل شوې دي.

خو د حکومت مسؤولین بیا وایي چې د لوګر ولایت په ګډون په ټول هیواد کې د خوښیو مراسمو په ترڅ کې په هوایي ډزو بندیز لګول شوی ده او که هر څوک ترې سرغړونه وکړي قانون ته به وسپارل شي.

د لوګر اوسیدونکي بسم الله وایي چې تېر کال یې په کلي کې د خوښۍ په مراسمو کې د هوايي ډزو له امله یو ۱۲ کلن ماشوم په پښه ټپي شوی و چې له زیاتې درملنې وروسته هم یاد ماشوم په پښه معیوب شوی ده او هغه مهال یې ښادي په غم بدله شوه.

نوموړي وایي، د دغه ولایت په ډیری لرې پرتو سېمو کې د خوښیو په مراسمو کې ډزې کول له پخوا څخه را پاتې یو ناوړه دود بولي چې ډير کله ښادي په غم بدله شوې وي.

«زموږ په کلي کې واده و، د واده په خوشحالۍ کې يې ډزې کولې د هوايي ډزو په ترڅ کې کې زموږ يو کليوال ماشوم په پښه ټپي او معيوب شو، د هغه بيا درملنه ونه شوو او تر اوسه پورې معیوب ګرځي.»

همداراز د لوګر یو بل  اوسیدونکي محمد بلال ستانکزی هم د خوښيو په مراسمو کې کې هوايي ډزې کول يو ناوړه دود بولي او په حکومت غږ کوي چې د یاد ناوړه دود د له مېنځه وړلو لپاره دې د هیواد په کچه لاس په کار شي.

« د خوښيو په مراسموکې کې ډزې کول يو ناوړه پيغام واړندې کوي، خلک له زياتو مشکلاتو سره مخ کوي، په ټولنه کې ډيره بی نظمي رامنځته کوي او د خلکو په روان بد اغیزې کوي

د خوښۍ او یا هم د غیرې خوښۍ په مراسمو کې هوایي ډزې کول په انسانانو په ځانګړې توګه په ناروغانو ناوړه اغیزې کوي.

روغتیا پالان وايي دغه هوایي ډزې په میندواره میرمنو او ماشومانو ډيری ناوړه اغیزې کوي او اړتیا ده چې افغانان خپله خوښۍ په داسې مراسمو سره ولمانځي چې بل چاته پکې زیان ونه رسیږي.

روغتیا برخې متخصص ډاکټر مزمل سلام وطندار راډيو ته وویل،

 «هر کله چې دوي ډزې کوې د هغوي د کور خلک، د هغوي ګاونډېان او د دوي دوستان چې  د ډزو غږونه واوري هغوي په بدن کې يو عصبي سمپاټيک په نامه هغه فعالیږي چې هغه د زړه حرکات زياتوي، د معدې تيزابيت زياتوي، د کولمو غير منظم حرکات منځته راوړي، د وينې لوړ فشار منځته راوړي، په ماشومانو کې جرأت کموي، ممکن هغه ميندې چې حمل لري د حمل د ضائع کيدو سبب شي  په لوړ عمر کسانو کې د زړه حملې  سبب ګرځي.»

بلخوا د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست هم په خوښیو مراسمو کې ډزې کول یو ناوړه دود بولي خو زیاتوي چې د یاد دود د له مېنځه وړلو په اړه یې عملي ګامونه پورته کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرنګ امر محمد ګل تسل سلام وطندار راډيو ته وویل، افغانانو ته پکار ده چې خپله خوښۍ اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ولمانځي او هیچاته دا وخت ورنکړي چې خپله خوښۍ په غم بدله شي.

 « زما په نظر او د افغاني فرهنګ له نظره د غه ښه کار نه ده، ځکه ښه کار نه ده چې زياتره وخت چې په کليو کې خلک ډزونه کوي زياتره خلک په دې خبر نه وي چې په دې کلي کې واده ده يا شرين خوري ده يا بل شی ده ډزونه وشي ‌نو دوي ته ډول ډول اندېښنې راپور ته کیږي، همدارنګه اميندوارې ميندې دي چې زياتره له ډيرې وېرې خپل ماشومان ضایع کوي»

د دغه ولایت امنتي مسؤولین بیا وایي چې د تېر کال راهیسې په ټول لوګر کې د خوښيو مراسمو کې په ډزو کولو بندیز لګول شوی ده او هیڅوک نشي کولای چې هوايي ډزې وکړي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس وایي،

« په لوګر ولایت کې د تېر کال راهیسې په هوایي ډزو بندیز لګول شوی ده او هيڅوک نشي کولای چې د هر ډول خوښیو لمانځلو پر مهال هوایي ډزې او پټاقۍ والوزوي او که څوک سرغړونه وکړي قانون ته به وسپارل شي.»

نه یوازې لوګر ولایت کې د خوښيو مراسمو په ترڅ کې په دودیز ډول ډزې کیږي، بلکې د هیواد په ډيری ولایتونو کې د هر ډول خوښیو د لمانځلو پر مهال داسې پېښې رامنځته شوې چې خوښۍ په غم بدل کړي.

 

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button