
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې د غلا په تور یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې
د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې کې د غلو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې ده.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل، د امنیه قوماندانۍ پولیسو په مرکز پل علم ښار کې د غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده چې د موبایلونو، څارویو او له کورنو څخه به یې وخت ناوخت غلاوې کولې.
هغه وویل، « نیول شوي کسان ټول د لوګر ولایت اوسیدونکي دې او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی او امنتي ځواکونو له نیول شویو غلو څخه یو شمیر غلا شوي توکي او ۶ شپږ دانې پسونه هم نیولي دي.»
انس زیاته کړه، نیول شوي کسان به تر بشپړې پلټنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
بلخوا، نیول شوو کسانو هم د رسنیو پر وړاندې پر خپل جرم اعتراف وکړ او زیاته یې کړه چې له اوږدې مودې راهیسې یې په دغه ولایت کې وخت ناوخت غلاوې کولې.



