افغانستان خبرونهټولنهلوګر

لوګر کې سلګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

هیواد کې د بې وزلۍ او وزګارتیا کچې لوړیدو سره سم په لوګر ولایت کې هم سلګونه کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي، چې له امله ډیری کورنیو په خپل کم عمره ماشومان زده کړې پریښي او درنو کارونو ته یې مخ کړې ده.

دولس کلن شفیع الله چې د لوګر ولایت په سبزي منډۍ کې په درنوکارونو بوخت دی مهال راډيو ته وویل، که څه هم نه شي کولای درانه کارونه ترسره کړي خو د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله یې دې کار ته اړ شوی ده.

نوموړي د لوګر ولایت له مسؤلو ادارو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په دغه ولایت کې کم عمره ماشومانو ته د درنو کارونو ترسره کولو پر ځای د لیک لوست او سالیمو کاري بوختیاو زمینه برابره کړي.

د همدې ولایت یوه بل اوسیدونکي ۹ کلن صدیق الله مهال راډیو ته وویل، د اقتصادي ستونزو له امله مو دوه کال کیږي چې ښوونځی پریښی ده او ددغه ولایت له لسګونه نورو کم عمره ماشومانو سره په ښار کې د لاس ګاډي په وسیله د خلکو درانه باراونه چلوي.

دی وایي، که اقتصادي ستونزې یې هوارې شي دوباره ښوونځي ته او غواړي چې ډاکټر شي.

د لوګر ولایت یوه ټولنیز فعال قطب الدین وايي چې په هیواد کې  وروستۍ بې وزلۍ او بېکاري د ډيری کورنیو په ژوند او اقتصاد باندې ناوړه اغیزې کړي دي چې له امله یې سلکونه کم عمره ماشومان سختو کارونو ترسره کولو ته اړ شوي دي.

نوموړي په د حکومت په اړونده ادارو غږ وکړ چې په دغه ولایت کې کم بې وزله او اړو کورنیو سره دوامداره مرسته وکړي او کم عمره ماشومان له درنو کارونو راوګرځوي.

همدارنګه د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست ریئس مولوی جان محمد طلحه هم مني چې په مرکز پل علم او یو شمیر لرو پرتو ولسوالیو کې یو شمیر کورنۍ په خپلو کم عمره ماشومانو د اقتصادي ستونزو له امله درانه کارونه ترسره کوي.

طلحه زیاته کړه چې  دوي هڅې پیل کړي ترڅو  په دغه ولایت کې د همکارو موسیسو په مرسته د هغو کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې کړي چې خپل ماشومان یې د زده کړو پر ځای سختو کارونو ته اړ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې لوګر کې يي په درنو کارنو د بوختو ماشومانو سروې پیل کړي او په د برخه کې له همکارو موسیسو څخه غوښتنه کوي چې له دوی سره مرسته او همکاري وکړي ترڅو د کم عمره ماشومانو د کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې شي او د سختو کارونو پر ځای خپلې زده کړې ترسره کړي.

لوګر کې سلګونه ماشومان په داسې حال کې په درنو کارونو بوخت دي  چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تازه ویلي چې په هیواد کې د اقتصادي ستونزو له امله سلګونه زره ماشومان په خوار ځواکۍ اخته شوي دي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button