
بلخ کې د کرکټ شل اوريزې سیالۍ پیل شوې
د بلخ ولایت د کرکټ آمریت مسوولینو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د شهید محمد داوود مزمل په نوم د کرکټ شل اوریزو سیالیو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کرکټ امریت استازي محمدالله ثابت باختراطلاعاتي آژانس ته وویل چې د دغه ولایت په متحد لوبغالي کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د شهید محمد داوود مزمل په نوم د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې دي.
هغه زیاته کړې چې په دغه ټورنمنټ کې به ټولې ۱۳ سیالۍ د شاوخوا دوه اوونیو په موده کې ترسره شي او هره لوبډله به خپلمنځي ۴-۴ لوبې ترسره کړي.
د مهالوېش له مخې، په دغه ټورنمنټ کې به هره ورځ ماسپښین مهال یوه لوبه ترسره شي.
ورته مهال د بلخ ولايت د کرکټ لوبغاړي د یادو سياليو په ترسره کولو خوښي څرګندوي او وايي چې د دغه ډول سياليو په لاره اچول د دوی د مهارتونو د پياوړتيا لامل ګرځي.
د يادونې وړ ده، چې د دې ټورنمنټ مالي ملاتړ د یوه خصوصي شرکت لخوا کېږي.