افغانستان خبرونهاقتصادتازه خبرونهټولنهروغتیازده کړېساینس او ټېکنالوژيسپورټسیاستمرکې او راپورونهنړۍ

ټرمپ وايي روسیه او اوکرایین به ‘سملاسي د اوربند خبرې پیل کړي

ټرمپ او پوتین ټیلیفوني اړیکه: ټرمپ وايي روسیه او اوکرایین به 'سملاسي د اوربند خبرې پیل کړي'

کیسه روښانه کول
  • سره له دې چې ټرمپ هيله څرګنده کړې او د له اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي سره يې هم خبرې کړې دي خو اوربند يا د سولې تړون نژدې نه ښکاري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل روسي سيال ولادمير پوتين سره له دوه ساعته ټيليفوني خبرو اترو وروسته ويلي، روسيه او اوکرايين به “سملاسي” د اوربند او جګړې د پايته رسولو لپاره خبرې پيل کړې.

ټرمپ چې دا خبرې “ډېرې ښې” بللې ويلي، د سولې شرايطو په اړه بايد د دواړو خواو تر منځ خبرې وشي.

سره له دې چې ټرمپ هيله څرګنده کړې او د له اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي سره يې هم خبرې کړې دي خو اوربند يا د سولې تړون نژدې نه ښکاري.

د روسيې ولسمشر ويلي، چمتو دی چې له اوکرايین سره د “ممکنه سولې تړون پر هوکړه ليک” کار وکړي. د اوکرايين ولسمشر بيا دا “ټاکونکې شېبه” بللې او له امریکا يې غوښتي چې له مذاکراتو ځان لرې نه کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button