افغانستان خبرونهاقتصادتازه خبرونهټولنهروغتیازده کړېساینس او ټېکنالوژيسپورټسیاستمرکې او راپورونهنړۍ

ملګري ملتونه وايي په غزه کې تراوسه هېڅ ډول مرستې نه دې وېشل شوې

ملګري ملتونه وايي په غزه کې تراوسه هېڅ ډول مرستې نه دې وېشل شوې

ملګري ملتونه وايي له تېرو ۱۱ اوونيو بنديز وروسته که څه هم د مرستو لارۍ د غزې له پولو اوښتې دي خو لا تراوسه په غزه کې هېڅ ډول مرستې نه دي وېشل شوې.

اسرائیلي چارواکو ويلي، د تېرې سې شنبې په ورځ ۹۳ لارۍ چې اوړه، د ماشومانو خواړه، طبي تجهيزات او درمل په کې بار وو غزې ته ننوتلې دي.

خو ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې دغه د کرم شالوم له لارې فلسطینۍ غاړې ته رسېدلي خو تراوسه هېڅ ډول مرستې نه دې وېشل شوې.

د ملګرو ملتونو وياند سټېفن ډوجارېک ويلي، د مرستو يو جوپه “څو ساعته” انتظار وه چې اسرائيل سیمې ته د لاسرسي اجازه ورکړي “خو له بدمرغه هغوی ونتوانېدل دغه توکي زموږ ګودام ته ورسوي.”

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button