
افغانستان خبرونهاقتصادتازه خبرونهټولنهروغتیازده کړېساینس او ټېکنالوژيسپورټسیاستمرکې او راپورونهنړۍ
ټرمپ وايي روسیه او اوکرایین به ‘سملاسي د اوربند خبرې پیل کړي
ټرمپ او پوتین ټیلیفوني اړیکه: ټرمپ وايي روسیه او اوکرایین به 'سملاسي د اوربند خبرې پیل کړي'
- سره له دې چې ټرمپ هيله څرګنده کړې او د له اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي سره يې هم خبرې کړې دي خو اوربند يا د سولې تړون نژدې نه ښکاري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل روسي سيال ولادمير پوتين سره له دوه ساعته ټيليفوني خبرو اترو وروسته ويلي، روسيه او اوکرايين به “سملاسي” د اوربند او جګړې د پايته رسولو لپاره خبرې پيل کړې.
ټرمپ چې دا خبرې “ډېرې ښې” بللې ويلي، د سولې شرايطو په اړه بايد د دواړو خواو تر منځ خبرې وشي.
سره له دې چې ټرمپ هيله څرګنده کړې او د له اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي سره يې هم خبرې کړې دي خو اوربند يا د سولې تړون نژدې نه ښکاري.
د روسيې ولسمشر ويلي، چمتو دی چې له اوکرايین سره د “ممکنه سولې تړون پر هوکړه ليک” کار وکړي. د اوکرايين ولسمشر بيا دا “ټاکونکې شېبه” بللې او له امریکا يې غوښتي چې له مذاکراتو ځان لرې نه کړي.