ساینس او ټېکنالوژي

لغمان کې د ۱۰میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن (پنجشنبه، جوزا لومړۍ) لغمان کې د ۶ میلیون ډالرو په ارزښت د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارې پرانیستې.

ښاغلي برادر وویل، د لغمان مرکز مهترلام اړوند «بابا صیب» دښته کې د ۶ میلیون ډالرو په پانګونې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې پرانیستل کېدل د برښنا په برخه کې ښه پرمختګ دی.

نوموړي وویل، د برښنا دغه پروژه به ۶ میاشتو کې بشپړه او ۱۰ زره کورنیو ته برښنا برابره کړي.

نومړي له پانګوالو وغوښتل چې د برښنا د تولید په برخه کې دې پانګونه وکړي او دوی به ورته هر ډول لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

عبدالغني برادر وايي: «د خوښۍ ځای دی چې د پاکې انرژۍ د توليد په برخه کې پياوړی ګام اخيستل کېږي. نن لغمان کې د لمرېزې برښنا تولید د داسې یوې پروژې پرانېستنه کوو چې له اقليمي بدلون سره په مبارزه کې اساسي رول لوبوي، د هېواد اړتیا به تر يو حده پوره کړي. دا د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو او د هېواد پر ځان بسياينې برخه کې مهم ګام دی.»

ورته مهال د افغانستان د برښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وویل، د لغمان د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا ترڅنګ یې روان کال د ۹۰۰ میګاواټه په اندازه د برښنا پروژې ډیزاین کړي چې په پرلپسې ډول به د هیواد په مختلفو ولایتونو کې پلې کیږي.

نوموړي وویل، د برښنا شرکت به روان کال ۵۱ میلیارده افغاني لګښت کوي چې کمه برخه به یې په اداري او زیاته په انکشافي پروژو کې مصرف شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button