
د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین؛ تر ۱۱میلیون ډېر ماشومان واکسین کیږي
روان میلادي کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق سراسري کمپاین دویم پړاو نن (دوشنبه، جوزا پنځمه) هېواد کې پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، دغه کمپاین څلور ورځې دوام کوي او په کې تر پنځه کلنۍ کمعمره ۱۱ میلیون او ۸سوه زره ماشومان واکسین کیږي.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل، اسلامي امارت هڅه کوي د پولیو واکسین په تطبیق سره دغه ناروغي په افغانستان کې محوه کړي.
هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین دویم پړاو داسې مهال پیل شوی چې روان میلادي کال کې بادغیس او هلمند ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي او د دغې ناروغي د واکسین تطبیق پر وړاندې یو لړ ننګونې هم شتون لري.
کابل ښار کې یوشمېر واکسیناتوران وايي، د پولیو ضد واکسین تطبیق په اړه د کورنیو نهلېوالتیا لامل شوې چې ماشومان د واکسین ترلاسه کولو کې ستونزو سره مخ شي.
کابل ښار کې واکسیناتورې فریبا کریمي وویل، یوشمېر کورنۍ د ناسمو باورونو له مخې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه تطبیق کوي.
هغې وویل: «شاوخوا ۲۰ سلنه کورنۍ نه حاضریږي چې خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي، وايي چې دغه واکسین د امریکا له خوا دی او ګټه نه لري، دوی وايي چې بهرنیان غواړي په دغه واکسین سره زمونږ د نجونو نسل ډېر کړي.»
ورته وخت کې یوشمېر هغه کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته یې د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړی له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو د فلج کېدو مخنیوي لپاره هغوی ته واکسین ورکړي.
د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې لاهم په کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي نه ده محوه شوې