
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین له اوږدې مودې راهیسې پېژني او په وینا یې، نوموړي ته څه پېښ شوي او په بشپړ توګه لېونی شوی دی.
نوموړي دغه څرګندونې پر خپله ټولنیزه رسنۍ «تروټ میډیا» کې کړې دي.
نوموړي لیکلي: «زه له پوتین سره ښې اړیکې لرم، خو اوس څه پرې شوي او بشپړ لېونی شوی. ما تل ویلي چې هغه ټول اوکراین غواړي، نه د اوکراین یوه برخه، ښايي دا سم وي، خو که دا کار وکړي، نو د روسیې د سقوط لامل به شي.»
ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اوکراین پوځ وايي، روسیې د یکشنبې پر شپه په کمساري توګه پر اوکراین ډرون او هوايي بریدونه کړي دي.