کلتورلوګر

لوګر چارواکي: لېکوالان باید د ولس او هیواد پرمختګ لپاره کار وکړي

لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پل علم کې بېګاه شپه له لېکوالانو او ځوانانو سره د هغوي د ستونزو او لاسته راوړنو په تړاو غونډه جوړه شوې وه.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس رفیع الله صمیم وویل،  د پخوا په پرتله دغه ولایت کې فرهنګي او علمي هڅې پراخې شوې دي.

نوموړي له شاعرانو، لېکوالانو او ځوانانو وغوښتل چې د ولس او هیواد پرمختګ او ښیرازې لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.

ده وویل، لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست د لوګر ولایت له ټولو فرهنګیانو کلک ملاتړ کوي او د ستونزو پر وړاندې به جدې مبارزه وکړي.

بلخوا جوړې شوې غونډې ته د کابل پوهنتون استاد محمد فرید وویل، لېکوالان او شاعران باید خپلې لېکنې او شعرونه په ټولنه کې د توکمپالنې، نژاد پالنې او ژبپالنې د تعصب له مینځه وړلو ته ځانګړې کړي.

ده له ځوانانو وغوښتل چې په علمي او فرهنګي برخو کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.

لوګر شاعرانو او لېکوالانو په استازولۍ ذاکرالله جنتي او وحیدالله وهاج وویل، د پخوا په پرتله ځوانانو او لېکوالانو ته د فرهنګي فعالیت ښه زمینه برابره شوې ده.

نوموړي پر اطلاعاتو او کلتور وزارت غږ وکړ چې د لوګر ولایت د فرهنګیانو او ځوانانو د فرهنګي فعالیتونو د پراختیا لپاره له ولایتي ادارې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button