روغتیالوګر

لوګر کې پنځه ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت له مرکز پل علم او ولسوالیو څخه راټول شوې پنځه ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي مېنځه یوړل شول.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امر ډاکټر سمیع الله صدیقي وايي، دغه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي چې د یوه پلاوي په حضور کې وسوځول شول په تېرو څو میاشتو کې د عامې روغتیا ریاست د کارکونکو د پلټنې او څارنې په ترڅ کې راټول شوې دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، له یو شمیر درملتونونو او د درملو له عمده پلورنځیو څخه یې د تاریخ تېرو درملو سر بېره بې کیفته درمل هم راټول کړي دي.

صدیقي وویل، هره اونۍ د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د عامې روغتیا ریاست د پلټنې او څارنې امریت کارکوونکي له درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه په منظمه توګه څارنه کوي او هیچاه ته دا اجازه نه ورکوي چې په ناروغانو او مشتریانو تاریخ تېر درمل وپلوري.

هېره دې نه وي چې تېره میاشت هم د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لوري په مرکز پل علم کې درې روغتیايي مرکزونه، په بره کي برک ولسوالۍ کې ۱۲ روغتیايي مرکزونه او په خروار ولسوالۍ کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه د غیري قانوني فعالیت له امله شوې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button