لوګر

د لوګر مرستیال والي: موسسې دې ولس ته اساسي خدمات وړاندې کړي

د لوګر مرستیال والي مولوي محمد‌انور دین‌پرور د دغه ولایت په مقام کې د یوشمېر موسسو له استازیو سره په غونډه کې ویلي چې دغه ولایت کې شته موسسات باید د ولس له اړتیا او غوښتنې په اساس بنسټیزې پروژې پلې کړي.

هغه وویل چې موسسو ته تر بل هر وخته د کارکولو چاپیېریال برابر شوی دی او که لوګر کې هره کورنۍ او نړیواله موسسه ستونزه ولري، ولایت مقام دروازه یې پر مخ پرانېستې ده.

دین پرور همدارنګه وویل، په دې وروستیو کې لوګر کې د وزګارتیا کچه زیاته شوې، کورنیو او نړیوالو موسسو ته پکار ده چې په دغه ولایت کې وزګارو لوستو او نالوستو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابره کړي.

د مؤسساتو استازو هم په جوړې شوې غونډه کې ژمنه وکړه چې د ولس د اړتیا او غوښتنې له مخې به په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د روغتیا، پوهنې، کرنې، بیارغاونې او بشري مرستو برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې لوګر ولایت کې د پخوا په پرتله د مؤسساتو فعالیت کم شوی ده.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button