تازه خبرونهلوګر

لوګر کې د فلسطین په ملاتړ او اسرائیلو پر ضد پراخ لاریونونه وشول

لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار او یو شمیر ولسوالیو کې سلګونو کسانو پر فلسطین د اسرایلي ځواکونو د روانو بريدونو پر ضد پراخ لاریون وکړ.

دغه لاریون نن د جمعې له لمانځه وروسته د پل ښار د شهیدانو په څلور لارې،محمداغې او خروار ولسوالیو کې ترسره شوی ده.

لاریون کوونکو د اسرایلو حکومت پر خلاف د مرګ شعارونه ورکړل او د افغان حکومت، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو نورو بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه چې د فلسطیني مسلمانانو هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي

د جوړ شوي لاريون يوه ګډونوال بسم الله مهال راډيو ته وویل، اسرایل اشغالګرو ځواکونه پر فلسطیني مسلمانانو مصنوعي قحطي راوستې او هره ورځ د زرګونو بې ګناه خلکو ویني تویوي چې د بشریت په تاریخ کې یوه تر ټولو ستره نسل وژنه ده.

هغه د نړۍ پر مسلمانانو غږ وکړ چې په عملي توګه دې د اسراییلو خلاف د فلسطین له خلکو سره په جګړه کې نظامي ګډون وکړي، ترڅو د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس له اسرایلو څخه ازاد کړي۔

د لاریون یوتن بل ګډونوال قاري رحمت الله مهال راډيو ته وويل، فلسطين ولس په ملاتړ بايد ټوله اسلامي نړۍ راپورته شي او ملاتړ یې وکړي

هیره دې نه وي چې نن د لوګر ولايت سربيره د هيواد په ګڼو ښارونو کې ورته لاريونونه ترسره شول.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button