افغانستان خبرونهټولنه

میدان‌وردګ کې د ۷۶ ځوانانو ډله‌ییز واده ترسره شو

د میدان‌وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب‌الله مجاهد وایي، د سېلاب خیریه بنسټ له لوري د ۷۶ ځوانانو دواده مراسم ترسره شول.

هغه وویل، ډېری دغو ځوانانو چې نن یې د واده ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول، د اقتصادي ستونزو له امله د واده کولو توان نه‌درلود.

جوړو شویو مراسمو کې د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو، علماو، قومي مشرانو او ځوانانو ګدون کړی وو.

اخوا د ډله‌ییز واده ګډونوال او قومي مشر حاجي سیف‌الله وویل، د پخوا په پرتله د خلکو اقتصادي وضعیت خرابه شوی او نه‌شي کولی چې په کم لګښت سره خپل زوی او یا هم لور ته واده وکړي.

هغه وویل، دا ډول مراسم کولای شي چې د بېوزله او اړو کورنیو ځوانانو ته د واده کولو پروسه اسانه او په کم لګښت سره واده وکړي.

بلخوا د میدان‌وردګ یوه دیني عالم قاري رحمان‌الله وویل، اړتیا ده چې ټولنه کې د ناوړه دودونو لکه لوړ ولور، پیوازي او دېته د ورته نورو ناوړه دودونو مخنیوی وشي، ترڅو ځوانان وکولی شي په اساني سره ودونه وکړي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د سېلاب خیریه بنسټ او یوشمیر ملي سوداګرو په لګښت ورته ډله‌ییز ودونه ترسره شوي دي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button