
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري له دغه ریاست سره د ۷۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د تدریسي توکو مرسته وشوه.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب مهال راډیو ته وویل، په یاده مرسته کې د ښوونکو ۷۹۷ تدریسي کڅوړې شاملې دي چې هره کڅوړه یو لاسي بیک او ۲۶ قلمه د اړتیا وړ تدریسي مواد لري چې ډېر ژر به د ۲۸۸ ښوونځیو د صنفي اصولو پر ښوونکو ووېشل شي.
عرب زیاته کړه، د یادو تدریسي توکو له وېش وروسته به د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ښوونکي د تدریس پر مهال له شته ستونزو خلاص او زدهکوونکو ته به معیاري تدریس وکړي.
بلخوا، د مرکز پلعلم ښار یوه ښوونکي عبدالله مهال راډیو ته وویل، سږ کال د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري له پوهنې ریاست سره اساسي مرستې شوې دي.
هغه زیاته کړه، د ښوونکو او زدهکوونکو لپاره د تدریسي توکو مرسته د پوهنې له بهیر سره دا مرسته کولای شي چې په ښوونځيو کې د زدهکوونکو د کتابونو او د ښوونکو د تدریسي موادو د کمښت ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.
هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د لوګر ولایت له ښوونځيو زدهکوونکو سره ۱۲ زره ټوکه کتابونو مرسته شوې ده.