
لوګر کي د کانګو ناروغۍ مخنیوي لپاره د «دواپاشۍ» کمپاین پیل شو
لوګر ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ امریت له لوري د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان(FAO) په مالي ملاتړ په مرکز پل علم او د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کي د کانګو / ویني بهېدونکي تبې ناروغۍ مخنیوي لپاره «د دواپاشۍ» کمپاین پیل شو.
د یاد کمپاین پيل پر مهال د لوګر ولایت د مالدارۍ امر ډاکټر خانشرین خسرو جوړې شوې غونډې ته وویل، «دا چې د لوی اختر ورځې رارسېدوونکي دي، ډېر هېوادوال د قربانیو په موخه څاروي حلالوي، نو د دې کمپاین له لارې به په دې ولایت کي د څارویو ګاوبندونه او بېلابېل حیوانات دواپاشي شي او اړوند مالدارانو ته به لازمي مشورې ورکړل شي.»
د نوموړي په وینا، دغه کمپاین به د روانۍ اونۍ تر پایه دوام وکړي، څو د هغو کنو مخنيوی وشي چې د یادې ناروغۍ له امله رامنځته کوي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې، کانګو یا «وینې بهېدوونکې تبه» چې په حیواناتو کي د کنې شتون له امله یې څارویو کې نښې نهښکاري، خو د انسانانو لپاره ساري او پنځوس سلنه د مړینې لامل کېږي.
کانګو یوه ګواښوونکې ویروسي ناروغي ده چې له حیواناتو څخه انسانانو ته په اسانۍ سره لېږدول کېږي، که پر وخت یې درملنه ونهشي، ښايي د ناروغ د مړینې لامل شي.