
لوګر ولایت مرکز پل علم کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د شاعرانو، لېکوالانو او ترنم ویوونکو د ستونزو او لاسته راوړنو په تړاو غونډه جوړه شوې وه، په دغه غونډه کې د لوګر ولایت چارواکو سربېره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځينې مسؤولینو هم ګډون کړی وو.
جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس رفیع الله صمیم وویل، د تېرو څو کالونو په پرتله دغلته فرهنګي او ادبي فعالیتونو پراختیا پيدا کړې ده.
هغه وویل، لوګر ولایت د هیواد په کچه غوره لېکوالانو او شاعران لري او د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري یې هر اړخیز ملاتړ شوی ده.
بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او ترنم رئیس مولوي امان الله مستغفر وویل، اطلاعاتو او کلتور وزارت د هیواد په کچه د لېکوالانو، شاعرانو، ادیبانو او ترنم ویوونکو مالي ملاتړ پيلوي.
هغه همدارنګه وویل، لوګر ولایت ته یې د سفر موخه هم په دغه ولایت کې د لېکوالانو، شاعرانو، ادیبانو او ترنم ویونکو د مالي ملاتړ لپاره د یوې منظمې طرح وړاندې کول دي.
مستغفر وویل، ا.ا د هغه فرهنګیانو په کلکه ملاتړ کوي چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په پام سره د هیواد په بیلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
جوړې شوې ناسته کې یو شمیر لېکوالانو او شاعرانو هم په لوګر ولایت کې د فرهنګ له اړخه اوسنی وضعیت ښه یاد کړ او غوښتنه یې وکړه چې اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د شاعرانو او لېکوالانو د کتابونو چاپ او غونډو ترسره کېدو لپاره مالي اسانتیاوې برابرې کړي.