
لوګر کې ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه جوړېږي
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیبالله حیات حقاني لوګر ولایت د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مخابراتو او انټرنېټې خدماتو څخه د څارنې او پياوړتیا لپاره سفر کړی دی.
حقاني د لوګر ولایت په مقام کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د خلکو اړتيا او مخابراتي برخه کې د ستونزو د حل په موخه دغه ولایت کې سږ کال د بېلابېلو مخابراتي کمپنیو ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه پرانېستل کیږي.
حقاني همدارنګه وویل، د ا.ا واک ته رسیدو سره سم په هیواد کې د مخابراتو برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوې دي او مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي چې د لوګر ولایت په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته غوره ټېلفوني او انټرنېټې خدماتو د وړاندې کولو اسانتیاوې برابري کړي.
بلخوا د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، لوګر ولایت لرو پرتو سیمو اوسیدونکي اوس هم ټیلفونې او انټرنېټې بشپړو خدماتو ته لاس رسی نه لري او اړتیا ده چې مخابراتو وزارت د لوګر ولایت لرو پرتو ولسوالیو او کلیو ته خپل خدمات ورسوي.
ورته مهال د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي رئیس، مولوي مطیع الله عابد وویل؛ چې تېریو درېو کلونو کې په دې ولایت کې ۱۸ نوي سایټونو د فعالولو او د ۳۰ سایټونو له 3G نه 4G ته لوړولو ترڅنګ، ۱۴.۵ کیلومتره نوري فایبر غځول شوی ده.
د يادونې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست پکتيا ته د سفر پر مهال هم ويلي و چې ياد ولايت کې به هم روان کال ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه جوړ شي.