افغانستان خبرونه

هیواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۷ قضیو ته رسېدنه شوې

د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وايي چې د روان قمري کال په نهو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۷ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
عبدالرحیم راشد د سترې محکمې له لوري څېړل شویو قضیو او د تاوتریخوالي بڼو په اړه جزییات نه‌دي وړاندې کړي.
د سترې محکمې ویاند: «د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، هېڅوک نشي کولی چې پر خپلو ماتحتانو ظلم وکړي یا څوک له خپلو حقونو څخه محروم کړي، ځکه مقابل لوری کولای شي، په اسانۍ سره د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره نږدې ابتداییه محکمې ته لاړ شي.»
د سترې محکمې چارواکي دا هم وايي چې د روان هجري قمري کال په درېیمه ربع کې، د ښځو د حقونو د تضمین په برخه کې له ۶۵۰۰ څخه زیاتو قضیو ته رسېدنه شوې ده.
د سرپرست حکومت چارواکو له دې وړاندې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې ټيټېدو او د دوی د حقونو د ورکړې او تضمین خبره کړې او ټينګار کوي چې هېواد کې د افغان مېرمنو حقونه خوندي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button