افغانستان خبرونهلوګر

لوګر په کرنه او مالدارۍ کې د میرمنو ونډه زیاته شوې

د لوګر ولایت اوسیدونکي او د کرنې برخې یو شمیر متخصصین وایي، په دې وروستیو کې په کرنه او مالدارۍ کې د میرمنو ونډه د پام وړ زیاته شوې ده.

دغه اوسیدونکي له مسؤلو ادارو د یادې ونډې د زیاتیدو لپاره دغه مېرمنو ته د ظرفیت لوړونې او ورڅخه د دوامداره ملاتړ غوښتنه کوي.

بلخوا د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰ سلنه میرمنې په کرنه او مالدارۍ بوختې دې او کرنې ریاست یاد میرمنو سره په بیلابیلو برخو کې مرسته کړې او دوي ته یې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه هم جوړ کړي دي.

د لوګر ولایت د مرکز پل علم یوه اوسیدونکې فریده چې له کلونو راهیسې له خپل خاوند سره په کرنه او مالدارۍ بوخته ده سلام وطندار ته وویل، له خپلو نارینه وو سره یوځای په کرنه او مالدارۍ برخه کې کار کوي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

هغه وایي، د کچالو، پيازو، بانجانو او غنمو په کرکیلې سربیره د مالدارۍ په برخه کې هم له نارینه وو سره اوږه په اوږه کار کوي او روانو هڅو یې ښې پایلې ورکړي دي.

« لوګر ولایت یو کرنیز ولایت ده او د دغه ولایت ګڼ شمیر میرمنې په کرنه او مالدارۍ برخه کې کار کوي، زه ویلای شم چې زما په ګډون اتیا سلنه میرمنې په کرنه او مالدارۍ بوختې دي او د سبزۍ د تخم له شیندلو نیولې تر حاصلاتو پورې له خپلو نارینو سره اوږه په اوږه کار کوو او له دې لارې ګټه په لاس راوړو.»

فاطمه چې د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ اوسیدونکې ده بیا د څارویو په پالنه بوخته ده.

نوموړې وویل، هره ورځ له خپلو څارویو او ورسره خوا له نورو څارویو روزونکو تر دوه سوه کیلوګرامه پورې شیدې راټولوي او بیا یې د پروسیس لپاره کابل ته لیږي.

هغې وویل، له همدې لارې په لاس ورتلونکو عوایدو څخه د کورنۍ چارې سمبالوي.

« په لوګرکې له شپږ سوه نیولې تر اته سوه افغانیو پورې ګټه په لاس راړو، ځکه چې یو ستل مستې تر دوه سوه افغانیو پورې پلورل کیږي، میرمنې کولای شي چې د کور اړتیا، سیالي او شریکي پرې رفعه کړي او له خاوند سره هم د کور په اقتصادي چارو کې مرسته کوي.»

یوازې په مالدارۍ پالنه او کروندو کې مېرمنې نه دي بوختې، بلکې د له څارویو د محصولاتو راټولول او پرې ګټه کول هم هغه تجارت دی چې مېرمنې په کې ځانګړې ونډه لري.

حمیده همداسې یوه مېرمن دی، کرنیز محصولات او لبنیات اخلي او بیا یې پر نورو خرڅوي.

نوموړې وايي، دغه ولایت کې په لویه کچه سبزیجات، شیدې او مستې تولیدیږي او خلک یې په ښه کیفیت او مناسبه بیه ترلاسه کوي.

دې زیاته کړه، په کلي او بازار کې یوه کیلو شیدې له ۲۷ افغانیو نیولې تر ۳۰ افغانیو پورې پلورل کیږي.

« د لوګر ولایت میرمنې چې د څارویو په ساتنه کې بوختي دي ډیری زړوری دي، هم څاروي ساتي او هم د خپل کور اقتصاد لپاره کار کوي، زمونږ په کور څنګ کې یوه میرمن ده چې غوا لري، هم د خپل کور لګښت پوره کوي او هم بازار ته شیدې وړاندې کوي، یوه کیلو شیدې پر مونږ ۲۷ افغانۍ پلوري، ورځې لس کیلو شیدې بازار ته وړاندې کوي.»

لوګر کې د کرنې او مالدارۍ برخې څيړونکې نسرین وايي، ددې ولایت ډیری اوسیدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د نارینه وو ترڅنګ میرمنې هم په کې د پام وړ کار کوي.

هغه وایي، که چیرې د لوګر ښځينه مالدارو او کروندګرو ته د کرنې او لبنیاتو د تولید، ساتنې او بازار موندنې په برخه کې روزنه ورکړل شي نو حاصلات او بازار یې دوه برابره لوړېدلی شي.

 « لوګر یو کرنیز ولایت ده چې تر ډيره پورې اوسیدونکې په مالدارۍ بوخت دي خو که چیرې مالدارو ته د لبنیاتو د راټولوو، پروسیس او بازار موندنۍ په برخه کې روزنه ورکړل شي لاسته راوړنې به یې دوه برابره شي.»

بلخوا د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل عبدالبصیر شاهد مهال راډیو ته وویل، لوګر یو زراعتي ولایت ده چې اتیا سلنه اوسیدونکې یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، ۳۰ سلنه میرمنې لوګر ولایت کې له خپلو نارینه وو سره په کرنې او مالدارۍ برخه کې بوختې دي چې له یادو میرمنو سره وخت په وخت د کرنې او مالدارۍ ریاست او یو شمیر نړیوالو بنسټونو له لوري هر اړخیزې مرستې هم شوې دي.

« په ټوله کې د لوګر ولایت کې اتیا سلنه اوسیدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، میرمنې هم په کرنې برخه کې له خپلو نارینه وو سره په خېشاوه، د تخمونو په پاکولو  او مالدارۍ برخه کې ځانګړې ونډه لري چې تر ۳۰ سلنه پورې میرمنې په کرنه او مالدارۍ برخه کې ونډه اخلي، ډیرې میرمنې له خپلو څارویو څخه په محلي توګه لبنیات په لاس راوړي او بیا د پروسیس لپاره مرکزونو ته لیږدول کیږي.»

هېره دې نه وې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري تېر کال سلګونه میرمنو سره د چرګانو، غواګانو او د کورنیو باغچو جوړولو برخه کې د تخمونو او وسایلو مرستې شوې دي.

غوښتنې دادي، که په هغو برخو کې چې کولای شي مېرمنې له خپلې کورنۍ سره لاس په کار شي، لا ډېرې زمینې برابرې شي، د کورنیو اقتصادي اړتیاوې په اسانه حل کېدلای شي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button