سیاستنړۍ

ټرمپ امریکا ته د ١٢ هېوادونو د وګړو په ورتګ بندیز ولګاوه

ډونالډ ټرمپ، امریکا ته د افغانستان په ګډون د ١٢ هېوادونو د وګړو په ورتګ بندیز ولګاوه او د امریکایي – اسلامي اړیکو شورا بیا هلته د مېشتو افغانانو د قانوني مېشتېدو غوښتنه وکړه.

د رايورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرامپ، دغه هېواد ته د دولسو هېوادونو د وګړو پر تګ بندیز لګولی او همداراز یې د اوو نورو هېوادونو د خلکو پر ورتګ محدودیتونه لګولي دي.

په هغو هېوادونو کې چې د يادې پرېکړې له مخې یې وګړي امریکا ته د تګ اجازه نه لري، افغانستان، ایران، یمن، لیبیا، سودان، سومالیا، استوایي ګینه، چاد، کانګو، میانمار، اریتریا او هایټي شامل دي.

د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ ویلي: «هغو کسانو ته چې غواړي موږ ته زیان ورسوي، هېڅکله به اجازه ورنکړو چې زموږ هېواد ته راشي.»

هغه دا هم ویلي چې دا نوملړ ښایي بدل شي او ممکن نور هېوادونه هم په‌کې ورزیات شي.

دغه راز، د راپورنو له مخې، په امریکا کې د امریکایي – اسلامي اړیکو شورا د دغه هېواد له ولسمشر او کورني امنیت وزارت غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې بېرته واخلي.

دغې شورا له کانګرس هم د داسې قانون د تصویب غوښتنه کړې چې په امریکا کې مېشتو افغانانو ته د قانوني مېشتېدو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د امریکا د کورني امنیت وزارت، هلته د مېشتو زرګونو افغانانو د لنډمهالي محافظت وضعیت (TPS) د لغوه کولو پرېکړه وکړه.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button