نړۍ

لاس‌انجلس کې د اعتراضونو دوام؛ د دغه ښار په ځینو برخو کې ګرځبندیز اعلان شوی

له تېرو پنځو ورځو راهیسې د امریکا په لاس‌انجلس کې د ناقانونه کډوالو د نیولو پر سر پیل شوي اعتراضونه لا هم دوام لري خو پولیسو د دغه ښار په ځينو برخو کې ګرځبدنیز اعلان کړی او ویلي یې دي چې سرغړوونکي به ونیول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شپږ ورځې مخکې امریکا ته د افغانستان په ګډون د ١٢ هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګاوه او د اوو نورو هېوادونو د خلکو پر ورتګ یې محدودیتونه ولګول.

د راپورونو له مخې، پولیسو لاس‌انجلس کې د غیرقانوني کډوالو نیول پیل کړي او نن پنځمه ورځ ده چې هلته د پولیسو د دغو چاپو پر ضد احتجاجونه روان دي. پولیسو د ښار مرکزي برخه اوس د غونډو لپاره غیرقانوني سیمه بللې ده.

بي‌بي‌سي لیکلي، د ناقانونه کډوالو د نیولو پر سر د پیل شوو اعتراضونو په ترڅ کې د امریکا د لاس‌انجلس د پولیسو اداره وايي چې د دغه ښار په ځينو برخو کې ګرځبندیز اعلان شوی او ګڼ کسان نیول شوي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button