افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د کوچیانو ولسي غونډه: اسلامي امارت دې زمونږ ستونزو ته رسېدنه وکړي

د کوچیانو سلګونه استازو او قومي مشرانو د یوې غونډې پرمهال د اسلامي امارت له مسوولانو وغوښتل چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان‌وردګ، بامیان، غزني او ننګرهار ولایتونو سلګونه کوچیانو د ناوړه دودونو لمنځه وړلو په موخه د لوګر مرکز پُل‌علم کې یوه لویه ولسي غونډه ترسره کړه.

دغې غونډې ته د کوچیانو استازي او قومي مشر سالم جان نعیم‌زوی وویل، کوچیان له اوسني نظام ملاتړ کوي، خو اړتیا ده چې اسلامي امارت د کوچیانو د سرپناه، روغتیا، پوهنې، کرنې، څړځایونو او حقوقي شخړو په برخه کې شته ستونزو ته بې له ځنډه رسېدنه وکړي.

نوموړي وویل، لوګر کې د هېواد په کچه د ناوړه دودونو مخنیوي او یوالي په موخه د کوچیانو د لویې ولسي غونډې جوړېدل یوه لویه لاسته راوړنه ده او باید ورته غونډې د هېواد په نورو زونونو کې هم جوړې شي.

همدارنګه دیني عالم قاري دولت خان مدني د اسلامي امارت د مشرتابه د وروستي فرمان چې ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره صادر شوی، په ملاتړ ټینګار وکړ او وې ویل، ناوړه دودونو د کوچیانو په ژوند هم بدې اغېزې کړي.

د هغه په وینا، ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره باید د عامه پوهاوي کچه لوړه او ځوانانو ته د لیک لوست زمینه برابره شي.

هېره دې نه وي چې د تېر حکومت پر مهال د هیواد په ځینو ولایتونو کې د ځمکو ملکیت پر سر د کوچیانو او ځايي اوسیدونکو ترمنځ لویې او وړې شخړې شوي چې تراوسه پورې یادې شخړې په بشپړه توګه نه‌دي هوارې شوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button