نړۍ

د ایران توغندیز بریدونه؛ “په اسراییلو کې سخته شپه تېره شوه“

پر اسراییلو د ایران له پراخو ځوابي بریدونو وروسته، په اسراییلو کې د امریکا سفیر «مایک هاکبي» ویلي چې هلته خورا سخته شپه پرې تېره شوې ده.

مایک هاکبي په اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره شپه په اسراییلو کې هر چاته امر شوی و چې په خپلو پټنځایونو کې پاتې شي.

د امریکا سفیر د ایران توغندیزو بریدونو ته په اشارې ویلي: “زه مجبور شوم چې پنځه ځله پټنځای ته لاړ شم.”

ایران تېره شپه  پر اسراییلو لسګونه توغندیز بریدونه وکړل چې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ځینې توغندي د اسراییل پلازمېنې پر ځینو مهمو ودانیو لګېدلي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت پرون د اسراییلو بریدونه ستره تېروتنه بللې وه او د پراخو ځوابي بریدونو خبرداری یې ورکړی و.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې چې تر دې دمه په اسراییلو کې د دریو کسانو وژنه او لسګونه نورو ټپي‌کېدل تایید شوي دي.

دا بریدونه وروسته له هغې وشول چې وړم سهار اسراییلو پر ایران بریدونه وکړل او د یو شمېر هېوادونو غبرګونونه یې راوپارول.

د ویلو ده چې پر ایران د اسراییلو د بریدونو له امله د یو شمېر لوړرتبه چارواکو په ګډون ځینې اټومي ساینسپوهان هم ووژل شول.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button