
نړۍ
ټرمپ: “موږ په اسانۍ د ایران او اسرائیل ترمنځ تړون کولی شو”
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات د ایران او اسرائیل ترمنځ په تازه شخړه کې هېڅ رول نه لري.
ټرمپ په خپله د “ټروت سوشل” شبکه کې لیکلي: “نن شپه پر ایران برید له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري.” ایران متحده ایالاتو او د هغوی متحدینو ته خبرداری ورکړی چې د تهران د غچ اخیستنې بریدونو د مخنیوي لپاره دې له اسرائیلو سره مرسته نه کوي.
ټرمپ زیاتوي: “که پر موږ ایران هر ډول برید وکړي، نو د امریکا وسلهوال ځواکونه به په خپل بشپړ ځواک او زور په بېساري کچه پر تاسو برید وکړي.” هغه دا هم ویلي: “خو موږ د ایران او اسرائیل ترمنځ یو تړون په اسانۍ ترلاسه کولی شو او دا خونړی شخړه پای ته ورسوو “.