افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې پانګوالو ته د صنعتي پارک د ځمکو وېش چارې پیلیږي

د لوګر مسوولان وایي، د دغه ولایت د محمداغې ولسوالي صنعتي پارک کې ۲۵۰ جریبه ځمکه د وېش لپاره چمتو شوې او ژر به پانګوالو ته ووېشل شي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس شبیر احمد صدیقي مهال راډيو ته  ته وویل، د محمداغې ولسوالي صنعتي پارک چې پر ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې په دوه فازو کې جوړیږي، د لومړي فاز ۲۵۰ جریبه ځمکې چارې بشپړې شوي او پانګوالو ته د وېش لپاره چمتو ده.

هغه وویل، ۶ شرکتونو په دغه صنعتي پارک کې د پانګونې لپاره غوښتنلیکونه ولایتي ادارې ته سپارلي او هڅه کیږي چې نور پانګوال هم وهڅوي، ترڅو په یاد صنعتي پارک کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ رییس په وینا، د محمداغې ولسوالي صنعتي پارک کې د پانګونې لپاره سوداګرو ته د ځمکو وېش برخه کې ځانګړی تخفیف په پام کې نیول شوی.

دغه پارک کې تېرو کلونو کې یو جریب ځمکه په ۳۰ زره امریکايي ډالره سوداګرو ته وېشل کېده، خو دامهال دغه نرخ ۱۵ زره امریکایي ډالرو ته راښکته شوی.

د لوګر محمداغې ولسوالي صنعتي پارک ډبره په ۱۳۹۴ لمریز کال کې په ۵۰۰ جریبه ځمکه کېښودل شوه، ځو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دغه پارک جوړېدو لپاره ۱۵۰۰ ځمکه ځانګړې شوه.

د ولایتي چارواکو په خبره، د دغه صنعتي پارک د کار له بشپړیدو وروسته به، هلته شاوخوا ۲ سوه فابریکې فعالیت وکړي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button