Uncategorizedافغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ناوړه دودنو مخنیوي په پار مشاعره جوړه شوه

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ‌خوا د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه مشاعره جوړه شوه.

په مشاعره کې د لوګر سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون د دغه ولایت شاعرانو، ليکوالو او د شعر مینه‌والو ګډون کړی و.

جوړې شوې مشاعرې ته د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس رفیع‌الله صمیم وویل، شاعران او ليکوالان کولای شي د خپلو شعرونو او ليکنو له لارې په ټولنه کې د ناوړه دودونو، فساد، توپیري چلند، قوم‌پرستۍ او همدارنګه د خلکو منځ کې د نفاق پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي همدارنګه په لوګر کې فرهنګي وضعیت ښه وباله او زیاته یې کړه چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د شاعرانو، ليکوالو او فرهنګیانو فعالیتونه د مرکز پل‌علم ترڅنګ لرو پرتو ولسوالیو ته هم غځول شوي دي.

بلخوا، په یاده مشاعره کې چې بېګا تر ناوخته یې دوام وکړ، شاعرانو، ليکوالو، ترنم ویونکو او د ادب مینه‌والو په خپلو شعرونو، ليکونو او مقالو کې په ټولنه کې د ناوړه دودونو غندنه وکړه او ټینګار وکړ چې حکومت او ولس باید په دې برخه کې په ګډه مبارزه وکړي.

یو شمېر نورو شاعرانو او ليکوالو له شته نظامه د ملاتړ په پار شعرونه او ليکنې ولوستې، خو پر اسلامي امارت یې غږ وکړ چې د ولس ستونزو او غوښتونو ته دې رسېدنه وکړي.

د یادونې ده، تېره میاشت هم د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «شاعرانو ملاتړ» په نوم ورته شپنۍ مشاعره جوړه شوې وه.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button