افغانستان خبرونهسپورټلوګر

لوګر کې د «پسرلي جام» د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ولایت په کچه د سل غوره لوبغاړو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر مزمل نعیم‌زي مهال راډیو ته وویل، د «پسرلي جام» د سوک‌وهنې دغه سیالي په درېوو پړاونو، کم عمره ځوانان، نوي ځوانان او ځوانانو ترمنځ د تیرې یوې میاشتې په موده کې شوې دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د یادو سیالیو لومړی مقام، د محمدصابر عباسي ورزشي کلپ او دوبم  مقام اول خان ورزشي کلپ ترلاسه کړ.

نعیم‌زي زیاته کړه، له یادو سیالیو جوړېددو څخه موخه د لوګر په کچه سوک‌وهنې وزرش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ همغږي رامنځته کول او د غوره لوبغاړو پېژندل وو.

د جوړو شویو سیالیو په پای کې په یوشمېر غوره لوبغاړو ډالۍ او ستاینلیکونه هم ووېشل شول.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button