
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې د سېلابونو پرمهال ۳ ماشومانو ژوند بایللی
د لوګر ځايي مسوولان وايي، مرکز پلعلم او محمداغې، برهکي برک او ازرې ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي نن (یکشنبه، سرطان ۸مه) مهال راډيو ته وویل، د وروستیو سېلابونو پرمهال دریو ماشومانو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان شوي.
هغه زیاته کړه چې: «یو ماشومان د محمداغې ولسوالي «پل کندهاري» سیمه کې دوهم ماشوم د برهکيبرک ولسوالي په «شاهمزار» سیمه او درېیم ماشوم د ازرې ولسوالي په «ببرو» سیمه کې ژوند بایللی او دوه کسان نور په محمداغې ولسوالي کې ټپيان شوي.»
د یادونې ده چې سېلابونو لوګر کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.