
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې سېلابونو ۲۵۰ هستوګنیز کورونه نړولي
لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د ورستیو سېلابونو له امله په مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ کې د هستوګنې شاوخوا ۲۵۰ کورنه نړېدلي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډیو ته وویل، د شنبې شپې سېلابونو له امله لوګر ولایت کې ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۲ سوه کورنه نېمه نړېدلي دي.
هغه وویل، د یادو سېلابونو له امله ۱۵ زره جریبه کرنیز فصلونه او باغونه له مینځه تللي دي او همدارنګه ګڼ شمیر کلیوالي سړکونه، پلونه او پلچکونه تخریب شوې دي.
صدیقي وویل، لوګر ولایت کې د بېلابېلو ادارو له لوري د سېلاب ځپلیو کورنیو سروې پيل شوې ده او ژر به په مستحقو کورنیو بېړنې مرستې ووېشل شي.
دا په داسې کې ده چې همدا تېره هم د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.