
ترابي: لوګر سېلاب ځپلیو کورنیو ستونزو ته به رسیده ګي وشي
د پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتوالي ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي لوګر ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې وویل؛ لوګر ولایت کې روانه اونۍ له سختو اوروښتونو وروسته سېلابونه راوتلي دي او دغه سېلابونو په مرکز پل علم، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
ترابي زیاته کړه، د پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتوالي ملي اداره به د لوګر ولایت سېلاب ځپلیو کورنیو شته ستونزو ته جدي رسیده ګي وکړي او نړیوال بنسټونه به دېته وهڅوي چې د سېلاب ځپلیو کورنیو لاسنیوی وکړي.
ورته مهال د لوګر ولایت د طبعي پېښو پرضد مبارزې ریاست رئيس قاري نورالله محمود وویل، د لوګر ولایت له یو شمیر ادارو سره په همغږي یې تېره ورځ په مرکز پل علم کې په ۱۲۵ سېلاب ځپلیو کورنیو د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وېشلې ده.
هغه زیاته کړه، اوس مهال هم د لوګر ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د سېلاب ځپلیو کورنیو دقیقه سروې روانه ده او له یادو کورنیو سره به هم مرستې وشي.
هېره دې نه وي چې روانه اونۍ لوګر کې سېلابونو خلکو ته په مرکز پل علم، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.