
افغانستان خبرونهلوګر
چینایانو لوګر کې له سېلاب ځپلیو کورنیو سره مرسته وکړه
لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د چین هیواد اړوند (MCC) شرکت له لوري له لسګونه سېلاب ځپلیو کورنیو سره مرستې وشوې.
د دغه ولایت والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډيو ته وویل، د محمداغې ولسوالۍ له ۶۵ سېلاب ځپلیو کورنیو سره چې تېره اونۍ یې د سېلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه لیدلي وو مرسته وکړه.
صدیقي زیاته کړه، هرې زیانمنې کورنۍ سره یوه بوجۍ اوړه، لس لېټره غوړي، یوه بوجۍ وریځې، یوه من بوره او دوه کېلو شین چای وېشل شوی ده.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه له دې وړاندې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې او یو شمیر نورو بنسټونو له لوري په سېلاب ځپلیو کورنیو بېړنۍ مرستې وېشل شوې دي.