افغانستان خبرونهسیاست

یوناما: د خصوصي سکټور ملاتړ، د ښځو رول او نشه‌يي توکي د دوحې ناستو د بحث مهم ټکي وو

یوناما ویلي، د دوحې کاري ډلو د ناستو بحثونه چې د ۲۶ هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو، اسلامي امارت چارواکو او نړۍوالو بنسټونو په ګډون ترسره شول، د خصوصي سکټور پر ملاتړ، د ښځو پر رول، له نشه‌يي توکو سره پر مبارزې او د افغانستان پر نړۍوالو ژمنو متمرکز وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه «د دوحې لړۍ کاري ډلې ناستې: د تعامل او د افغانستان له خلکو د نړۍوالې ټولنې ملاتړ لپاره غوښتنې» تر عنوان لاندې لیکلي چې د افغانستان خصوصي سکټور او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره هڅو په اړه د کاري ډلو ناستې د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یوناما له لوري ترسره شوې.

سرچینې لیکي چې یادو دوو ورځنیو ناستو د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د نشه‌يي توکو ضد د هڅو د ملاتړ برخه کې ترسره شوي فعالیتونه څرګند او د تعامل او عملي اقداماتو لپاره یې ډېر لومړیتوبونه پيدا کړل.

یوناما زیاتوي، په یادو ناستو کې د ملګرو ملتونو غړو ۲۶ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو، د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو استازو او د اړوندو چارو ۱۰ متخصصینو ګډون کړی و.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې روزا اوتونبایوا ویلي: «له خصوصي سکټوره ملاتړ او له نشه‌يي توکو سره مبارزه یو حیاتي، اقتصادي او بشردوستانه کار دی.»

هغه زیاتوي: «د افغانستان له خلکو د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ او لا ډېر تعامل لپاره د غوښتنو سربېره دغه ناستې مهم فرصت و چې له واکمنو چارواکو سره دې د افغانستان د نړۍوالو ژمنو، په ټولنه کې د ښځو او نجونو د مهم رول د برجسته کولو او دغه‌راز د هېواد د اقتصاد د احیا په اړه خبرې وشي.»

خبرپاڼه کې راغلي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په اړه د کاري ډلې ناسته کې د کوکنارو کروندګرو ته د بدیل معیشت یوه ګډ کاري پلان د تطبیق، د نشه‌یي توکو د کنټرول لپاره د یوه ګډ عمل پلان چمتو کولو، د نشه‌يي توکو له امله د اغېزمنو کسانو د درملنې او دغه‌راز د نشه‌یي توکو د قاچاق او تولید، د سرحدونو د مدیریت او د قانون د تطبیق په اړه خبرې اترې شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې د خصوصي سکټور د کاري ډلې ناسته چې د دغه سکتور له استازو سره د پراخو مشورو پر بنسټ ولاړه ده، د همکاریو پر روانو اقداماتو لکه مالي سرچینو ته د لاسرسي پر ښه‌والي، د څارنې د چوکاټونو پیاوړتیا، د ښځینه متشبثینو ملاتړ او په ټولو سکتورونو کې د هغوی د ګډون پر زیاتېدو ولاړ دی. په دې کاري ډله کې بحثونه د خصوصي سکټور لپاره د عملي حل‌لارو پر موندلو متمرکز وو څو د کاري فرصتونو رامنځته کېدو، د مهارتونو لوړولو او د هېواد د اقتصادي ودې ملاتړ وشي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button