
لوګر کې د «شاعرانو او لېکوالانو» په ملاتړ مشاعره جوړه شوه
لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ازرې ولسوالۍ په «منګل دره» کې د شاعرانو او لېکوالانو په ملاتړ د لومړي ځل لپاره د ولایت په کچه مشاعره جوړه شوه.
په جوړې شوې مشاعره کې د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس رفیع الله صمیم سربېره د دغه ولایت د یو شمیر ادارو رئیسانو، شاعرانو، لېکوالانو او فرهنګیانو ګډون کړی وو.
جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس رفیع الله صمیم وویل، د پخوا په پرتله لوګر ولایت کې فرهنګي هڅې ګړندۍ شوې دي، شاعران او لېکوالان کولای شي چې اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ په ټول لوګر کې فرهنګي فعالیتونه ترسره کړي.
نوموړي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د مشاعرو په اړه د خپور شوي فرمان په اړه هم وویل، شاعرانو، لېکوالانو او فرهنګیانو ته پکار ده چې خپلې فرهنګي هڅې د ولسونو او ځوانانو د یوالي، پرمختګ او ورولي لپاره ځانګړې کړي.
جوړې شوې مشاعره کې ګڼ شمیر شاعرانو، لېکولانو او فرهنګیانو د خپلو لېکونو او شعرونو له لارې د لوګر ولایت فرهنګې څېرې، لرغونې سیمې، فرهنګي لاسته راوړنې او وړاندیزونه شریک کړل.
شاعرانو غوښتنه وکړه چې اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د لوګر ولایت مرکز پل علم سربېره په ټولو ولسوالیو کې شاعرانو، لېکوالانو او فرهنګیانو ته د فعالیتونو برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ورته فرهنګي مشاعره جوړه شوې وه.