افغانستان خبرونه

افغان شاعر مطیع الله تراب د زړه ناروغۍ له امله ومړ

د پښتو ژبې یوه مشهور شاعر مطیع الله تراب د زړه درېدو له امله د دوشنبې پر ورځ ساه ورکړه. زوی یې ابدال تراب رسنیو ته د خپل پلار د مړینې پخلی کړی دی.

ګڼو پښتنو لیکوالانو، شاعرانو او د ادب مينه والو د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

افغان سياستوال او د کورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي، “د ملي حماسي شاعر مطيع الله تراب په مړينه د هېواد د ادب يو ځلاند ستوری راولوېد. دا ځای به تر ابده تش وي.”

پښتون سندرغاړي کرن خان هم د نوموړي مينه والو او کورنۍ ته خواخوږي وړاندې کړې او وايي، “انداز يې بېخي ځانګړی و، د نظم د ويلو يې خپل انداز و.”

مطيع الله تراب د افغانستان په نارنج ګل مشاعره کې د انتقادي شعرونو له امله مشهور شو او پر خواله رسنیو او د افغانستان په کورنیو تلویزونونو کې به یې پراخ ډول شعرونه خپرېدل. هغه ډېر کله افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور نیوکې هم کولې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button