
لوګر کې ۱۳ درملتونونه د ناقانوني فعالیت له امله تړل شوي
د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د دغه ریاست اړوند د څارنې او پلټنې امریت له لوري په مرکز پلعلم کې ۱۳ درملتونونه د ناقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیمالله لودین مهال راډیو ته وویل چې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت کارکوونکو له لوري د مرکز پلعلم ښار اړوند په بابوس او هونې سفلی سیمو کې له ۱۶ درملتونونو څخه څارنه شوې چې له ډلې یې ۱۳ درملتونه د ناقانوني فعالیتونو له امله تړل شوې دي.
هغه همدارنګه وویل، دغه درملتونونو د عامې روغتیا وزارت له روغتیايي قوانینو سره سم فعالیت نه درلود او په ځینو درملتونونو کې بېکیفیته درمل هم موندل شوې دي.
لودین وایي، د څارنې او پلټنې امریت له لوري ورته څارنې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې دوام لري او له روغتونو او درملتونونو مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت له اصولو سره سم فعالیت وکړي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې د لوګر د عامې روغتیا ریاست له لوري په مرکز پلعلم، برهکي برک او خروار ولسوالیو کې لسګونه ناقانوني روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړل شوې دي.