افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۱۲ هوټلونه او ۷ نانوایانې د ناقانونه فعالیت له امله تړل شوي

لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤولین وایي چې روانه اونۍ د مرکز پل علم ښار له یو شمیر هوټلونو او نانوایانو څخه څارنه ترسره شوې ده چې د یادې څارنې په ترڅ کې ۱۲ هوټلونه او ۷ نانوایانې د ناقونه فعالیت له امله تړل شوې دي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل ثناه ګل ګلزار مهال راډیو ته وویل، د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري له هوټلونو، نانوایانو او خوراکي توکو پلورنځيو څخه د قانوني فعالیت په موخه یو ګډ کمیسیون ګمارل شوی ده او دغه کمیسیون به په اونۍ درې ورځې دوشنبه، سه شنبه او چهارشنبه له بازار څخه څارنه او نظارت ترسره کوي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، روانه اونۍ یاد کمیسیون د پل علم ښار له هوټلونو او نانوایانو څخه څارنه ترسره کړې ده، چې په ترڅ کې ۱۲ هوټلونه او ۷ نانوایانې د غیرې صحي فعالیت او غیرې مسلکي فعالیت له امله تړل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، یاد هوټلونه او نانوایانې به ترهغه تړلې وي چې خپل فعالیت قانوني کړي.

ګلزار وایي، یادې څارنې د مستهلکینو د روغتیا، مالي مصونیت او د هغوی د حقونو د خوندیتوب په موخه ترسره شوې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button