افغانستان خبرونهلوګر

لوګر نوی والي: ولس ته اساسي خدمات رسول زمونږ مسؤولیت ده

لوګر ولایت نوي والي قاري صلاح الدین ایوبي نن چهارشنبه ( ۱ زمری ۱۴۰۴) د یوې غونډې په ترڅ کې په نوې دنده پیل وکړ.

جوړې شوې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري، د کورنیو چارو او کډوالو چارو وزارتونو مرستیالانو، لوګر چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري وویل، د لوګر ولایت ولسونه د تېرو څو لسیزو جنګ جګړو له امله سخت زیانمن شوي دي او اړتیا ده چې د اسلامي امارت مسؤولین ورته اساسي خدمات وړاندې کړي.

ده وویل، اسلامي امارت په تیرو څو کالونو کې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او اقتصاد برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی ده.

جوړې شوي غونډې ته د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالله مختار وویل، په حکومتي دندو کې تغیر او تبدیل یو اصل ده او د اسلامي امارت ټول مسؤولین دې اصل ته ژمن دي.

هغه وویل، لوګر پلازمینې کابل ته څېرمه پروت ولایت ده، خو په تیرو حکومتونو کې ورته د پام وړ کار نده شوی او اړتیا ده چې د اسلامي امارت مسؤولین په پوهنې، کرنې او مالدارۍ، اقتصاد او بیارغاونې برخو کې دغه ولایت ځانګړې پاملرنه وکړي.

د لوګر ولایت لپاره نوي ټاکل شوي والي قاري صلاح الدین ایوبي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له مشرتابه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د لوګر ولایت ولسونو لپاره اساسي خدمات رسول زمونږ ګډ مسؤلیت ده او په دې برخه کې به هېڅ دول هڅه ونصفموي.

ایوبي له ولس څخه غوښتنه وکړه چې د ورسپارل شوې دندې ترسره کېدو برخه کې ورسره همکاري وکړي.

هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت واک ته رسیدو راهیسې لوګر کې دا پنځم والي ده چې تغیر او تبدیل کیږي او د دغه ولایت پخوانی والي مولوي ضیاالرحمن مدني د حج او اوقافو وزارت د نوي مرستیال په توګه ټاکل شوی ده.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button