افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۷ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوي

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو ماشومانو ملاتړ صندویق(UNICEF) له لوري د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په درېوو ولسوالیو کې اووه ښوونځیو ته نوې ودانې جوړې شوي دي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب مهال راډیو ته وویل: «دا ښوونځي د پوهنې وزارت له لوري د یونېسف په مالي ملاتړ ټول‌ټال ۷۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول په یوه پوړ کې جوړ شوي دي.»

د نوموړي په وینا، هر جوړ شوی ښوونځی یې یوه اداري خونه، ۶ تدریسي خونې، د لاس‌منځلو ځانګړي ځایونه، د احاطې دیوالونه، د پاکو اوبو ژورې څاه‌ګانې، د لمریزې برښنا او پاکو اوبو رسولو منظم سیستمونه او ۵ غرفې تشنابونه شامل دي.

عرب زیاتوي، په جوړو شویو ښوونځیو کې په برهکي‌برک ولسوالي کې د پادخواب روغني هلکانو او د برکي راجان نجونو لېسو، په څرخ ولسوالي کې د ګرمابه نجونو ښوونځي او په خروار ولسوالي کې د محمدي، حاجي بزرګ، شمشېر ګوټکي او شیخ موسٰی لومړنیو ښوونځیو ودانۍ شاملې دي چې په پرانېستو سره به یې شاوخوا ۲زره او  ۵۰۰ زده‌کوونکو لپاره مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.

بل‌خوا د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دغه ولایت په لروپرتو ولسوالیو کې ۷ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې، خو ټینګار کوي چې د لوګر په مرکز پل‌علم او یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم لسګونه ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یي له پراخو ستونزو سره سره په لیک‌لوست بوخت دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button