
لوګر کې ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د کونګفو توا ورزش یو ورځنۍ لوبې ترسره شوې چې پهکې ۱۴۰ لوبغاړو ګډون کړی و.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي مهال راډیو ته وویل، دغه یو ورځنۍ سیالۍ د کونګفو توا فدراسیون له لوري جوړې شوې وې چې په درېیو سني کټګوریو (ځوانان، نوي ځوانان او لویانو) کې ترسره شوې.
نعیمزي زیاته کړه، یادې سیالۍ د کونګفو توا ورزش ته د ودې ورکولو، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو او د کونګفو توا ولایتي رسمي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو غوراوي په موخه ترسره شوې.
نوموړي زیاته کړه، د ترسره شوو سیالیو په ترڅ کې لومړی مقام د استاد احمدولي اشرفي، دويم د استاد عبدالفتاح سلطاني او درېیم مقام د استاد سید بشیر کلپونه خپل کړل.
د جوړ شوو سیالیو یوه لوبغاړي نصرتالله مهال ته وویل، خوښ دی چې په لوګر کې د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د کونګفو توا رسمي ورزشي سیالۍ ترسره شوې.
نوموړي د لوګر د بدني روزنې او ورزش له امریته وغوښتل چې ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې او سیالیو ترسره کولو اسانتیاوې برابرې کړي.
هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم په لوګر کې د فوټسال فدراسیون له لوري د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ جوړې شوې وې.