
د لوګر یو شمېر قومي مشران: حکومت دې ځوانانو ته په کور دننه د کار او زدهکړو زمینه برابره کړي
د لوګر قومي مشرانو په یوه ولسي غونډه کې د اسلامي نظام او د ملي یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال، د لوګر والي او د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د ازرې ولسوالۍ یوه قومي مشر بلال نېکزاد وویل، د لوګر خلک د تېرو جګړو له امله سخت ځپل شوي او اړتیا ده چې اسلامي امارت د دغه ولایت د ولسونو په غوښتنه د پوهنې، کرنې، بیارغاونې، ملي یووالي او همدارنګه د ځوانانو وزګارتیا ستونزو ته رسېدنه وکړي.
بلخوا، د همدغه ولایت یوه بل قومي مشر ډاکټر نقیب الله وویل، د لوګر ولسونه او قومونه په خپلو کې سراسري یووالی لري او اړتیا ده چې اسلامي امارت د هېواد په کچه د قومونو او ولسونو د بنسټيز یووالي لپاره کار وکړي.
دغه قومي مشر زیاته کړه، سلګونه وزګار ځوانان مو هر کال په قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته د کار په موخه سفرونه کوي، حکومت ته پکار ده چې دغو ځوانانو ته په کور دننه د کار او زدهکړو زمینه برابره کړي.
جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت والي قاري صلاح الدین ایوبي وویل، افغانان وروسته له څو لسیزیزو په سوله او ډاډمن امنیت کې ژوند کوي او اړتیا ده چې ټول قومونه په خپلو کې شته یووالي وساتي.
ایوبي همدارنګه وویل، د اسلامي امارت مسوولین هڅه کوي چې د لوګر ولایت اوسېدونکو ته د اړتیا له مخې خدمات وړاندې کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمدعلي جان احمد وویل، په افغانستان کې وروسته له شلو کلونو جنګ جګړو یو سراسري امنیت ټينګ شوی او دغه سراسري امنیت او یووالی د ولسونو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوي دي.
ده وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې اسلامي امارت د ولسونو ستونزو او غوښتنو ته جدي پام وکړي.
هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو یو شمېر قومي مشرانو د دغه ولایت له والي قاري صلاحالدین ایوبي سره د ليدني په ترڅ کې غوښتنه کړې وه چې حکومت دې د لوګر د خلکو ستونزو ته رسېدنه و