
لوګر کې د سږ کال کانکور مخکښ ګډونوال وستایل شول
لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د « کلمات علمي او تحقیقاتي» ادارې په ملاتړ د سږ کال کانکور ازموینې مخکښ زده کوونکي د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي فیض الله جوهري وویل، سږ کال کانکور ازموینه کې د لوګر ولایت لسګونه زده کوونکو د ښو نمرو په ترلاسه کولو سره د هیواد بیلابیلو پوهنتونونو ته لاره موندلې ده.
هغه په بریالیو او مخکښ زده کوونکو غږ وکړ چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست هم هڅه کوي چې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.
بلخوا د لوګر ولایت د لوړو زده کړو موسسې رئیس مولوي ضیاالاحمد صارم په اوسني وخت کې د دیني او عصري علومو زده کړه د ځوانانو لپاره اړینه وبلله او پر ځوانانو یې غږ وکړ چې د هیواد د پرمختګ لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
نوموړي همدا راز د زده کوونکو په کورنیو هم غږ وکړ چې په خپلو بچیانو د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې هم وکړي.
د غونډې په پای کې د لوګر ولایت د سږ کال ۱۴۰۴ کانکور ازموینې مخکښ ګډونوال په ډالیو او ستاینلیکونو وستایل شول.