
افغانستان خبرونهلوګر
د وسله وال پوځ لوي درستیز قاري فصیح الدین لوګر ته سفر کړی
د اسلامي امارت د وسله وال پوځ لوي درستیز قاري فصیح الدین لوګر ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسؤولینو سره لیدنه کړې ده.
د لوګر ولایت والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډيو ته وویل، لوي درستیز سفر موخه لوګر ولایت ته له ملکي او نظامي مسؤولینو لیده کاته کول او د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ د هغمږي پياوړي کول وو.
هغه همدارنګه وویل، لوګر ولایت والي قاري صلاح الدین ایوبي په دغه لېدنه کې لوي درستیز ته ډاډ ورکړی چې لوګر ولایت کې د ملکي او نظامي ادارو مسؤولینو ترمنځ غوره هغمږي شتون لري او ولسونه له نظامي او ملکي ادارو بشپړ ملاتړ کوي.
هېره دې نه وي چې لوي درستیز لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمیر سیمو هم لېدنه کړې ده.