
نړۍ
د روسيې سمندرغاړې ته څېرمه له زلزلې وروسته په څو هېوادونو کې د څونامي خبرداری ورکړل شوی
د روسيې سمندر غاړې ته څېرمه له ۸.۸ درجې زلزلې وروسته د امریکا او جاپان په ګډون په څو هېوادونو کې د څونامي خبرداری ورکړل شوی دی.
د زلزلې د معلومولو ادارې يو اېس جي اېس په وينا دغه زلزله د چارشنبې په سهار د روسيې کامچټکا سمندرې غاړې ته نژدې شوې ده.
د زلزلې مرکز له کامچټکا ۱۲۶ کيلومتره لرې او ۱۸ کيلومتره ژور ښودل شوی دی.
د سيمه ييزو چارواکو په وينا، زلزلې په کامچټکا کې له دریو تر څلورو مترو د څونامي څپې رامنځته کړې دي.
د کامچټکا والي، ولادمير سولډوف پر ټېلېګرام خپره کړې يوه ويډيو کې ويلي چې دا په تېرو څو لسيزوکې تر ټولو قوي زلزله وه.