
لوګر کې په ۱۲۰ بې وزله کورنیو مرستې ووېشل شوي
لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د وفا مؤسسې له لوري د UNROMAN ادارې په مالي ملاتړ په ۱۲۰ بې وزله اړو کورنیو مرستې ووېشل شوې.
په مرسته شویو توکو کې هرې بې وزله کورنۍ دوه بوجې اوړه، دوه بوجۍ ورېځې، یوه بوشکه ۱۶ لېټره غوړي، چای، بوره او د روغتیا کېټ شامل دي.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولایت مرسیتال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، لوګر ولایت اوسیدونکي د طبعي، غیرې طبعي او د تېرو جنګ جګړو له امله سخت زیانمن شوې دې او اړتیا ده چې ددغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم له بې وزله او اړو کورنیو سره ورته مرستې وشي.
بلخوا اړې کورنۍ هم خوښې دې چې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته یې ترلاسه کړ، خو ټینګار کوي چې دغه مرسته دوېته بسنه نه کوي او د حکومت سربېره نړیوال بنسټونه دې په دغه ولایت کې له بې وزله او اړو کورنیو سره په دوامداره توګه خپلې مرستې جاري وساتي.