افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د نږدې ۳۷ میلیون ډالرو په پانګونه د برېښنا رسولو دوو پروژو چارې پيل شوې

د افغانسان د برېښنا عمومي شرکت مسؤولین وايي چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاه ولټه لمریزې برېښنا او همدارنګه د ۱۲۶ مېګاه ولټه برېښنا رسولو سبسټېشن د نږدې ۳۷ میلیونه امریکایي ډآلرو په ارزښت جوړولو چارې پيل شوې.

په جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کابېنې یو شمیر وزیرانو، وزارتونو مرستیالانو، لوګر سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د برېښنا شرکت عمومي ریاست اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر وویل، د برېښنا رسولو دغه پروژې په محمداغې ولسوالۍ کې د ۳۶.۷ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ریګل ګروپ او غضنفر ګروپ له لوري د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې جوړیږي چې له پرانېستلو سره به یې زرګونه کورنۍ او صنعتي فابریکې له برېښنا برخمنې شي.

عمر وویل، افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې د جنګ جګړو له امله سخت ځپل شوی ده او هڅه کوي چې د برېښنا له اړخه هیواد په ځان بسيا کړي.

بلخوا د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر وویل، افغانستان د برېښنا تولید له اړخه پراخې سرچینې لري، خو له بده مرغه تراوسه له یادو سرچینو ګټه نده اخېستل شوې.

هغه وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د اړتیا له مخې په هیواد کې برېښنا تولید کړي او له واریداتي برېښنا کمه ګټه پورته کړي.

ده همدارنګه زیاته کړه، د محمداغې په ولسوالۍ کې د برېښنا رسولو دوه لویو پروژو پيل یوه ښه خبر ده او د یادو پروژو له بشپړیدو سره به د محمداغې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزه هواره شي او دغلته به صنعتي پارک ته هم برېښنا وغځول شي.

هاخوا د لوګر والي قاري صلاح الدین ایوبي وویل، دا ډول پروژې عملې کېدل د لوګر ولایت اوسیدونکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده او ټېنګار یې وکړ چې د یادو پروژو په عملي کېدو کې به بشپړه همکاري وکړي.

ایوبي وویل، د برېښنا رسولو یادو پروژو له بشپړیدو سره به د محمداغې ولسوالۍ په صنعتي پارک کې د شته لسګونه صنعتي فابریکو د برېښنا ستونزه هم هواره شي.

هېره دې نه وي چې سږ کال د لوګر ولایت بره کي برک او څرخ ولسوالیو ته هم واریداتي برېښنا غځول کیږي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button