افغانستان خبرونه

بامیان او دایکنډي کې ترافیکي پېښې؛ درې کسان مړه، ۱۴ ټپيان شوي

د بامیان او دایکنډي مسوولین وایي، په یاد ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دریو کسانو ژوند بایللی او د ۱۴ نورو ټپي‌کېدل تایید شوي دي.

د بامیانو امنیې قوماندانۍ رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت او کابل په لاره د موټر او موټرسایکل د ټکر په پایله کې دوه موټرسایکل سپاره مړه شوي دي.

د سرچینې په وینا چې دا پېښه پرون شوې د بامیانو د مرکز اړوند شوې ده.

بلخوا د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې پرون مازدیګر د شهرستان ولسوالۍ په «چهار اسپان» سیمه کې د یو موټر د چپه‌کېدو له امله یو کس مړ او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

مسوولینو ویلي چې دا فلانکوچ موټر د یاد ولایت مرکز ته په لاره و چې له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا د سرپرست حکومت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button