
هېواد کې د ۱۰میلیارد ډالرو په ارزښت د برښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه
د اوبو او انرژۍ وزارت عزیزي شرکت سره د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره میګاواټه برښنا د تولید هوکړه لاسلیک کړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، افغانستان د برښنا تولید لپاره ښې سرچینې لري چې کار او پانګونې ته اړتیا لري.
هغه وویل، د اوبو او برښنا وزارت دې برخه کې پانګوالو سره هرډول همکارۍ ته چمتو دی.
د عزیزي شرکت مشر میرویس عزیزي هم د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره میګاواټه برښنا د تولید هوکړې لاسلیک مراسمو کې وویل، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ټول افغانان له برښنا برخمن شي.
هغه وویل، برښنا د یوه هېواد لپاره مهمه ده او په پښو یې درولی شي.
ښاغلي عزیزي وايي: «زه په افغانستان کې د سیاسي موقف په لټه کې نه یم، یوازینۍ موخه مې د هيواد د صنعت او اقتصاد پر مختګ او د افغانانو سوکالي ده.»
د انرژي له تولید سره به، په هيواد کي زیات کاري فرصتونه پیدا شي، ځوانان به مو اړ نه وي چې بهر ته لاړ شي.