افغانستان خبرونهسپورټلوګر

لوګر کې د کرکټ انټرکلب سیالۍ پیل شوې

د لوګر د کرکټ امریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کچه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ انټرکلب سیالۍ پیل شوې چې شاوخوا ۴۵ ورځې به دوام وکړي.

د لوګر د کرکټ ادارې مشر حشمت‌الله ستانکزي مهال راډیو ته وویل چې دا د «انټرکلب» رسمي سیالۍ دي چې د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري تنظیم شوې او په‌کې د پل‌علم ښار او ټولو ولسوالیو ۱۶ لوبډلو ګډون کړی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه لوبې پنځوس‌اوریزې دي او یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

د نوموړي په خبره: «خوښ یم چې په لوګر کې د کرکټ انټرکلب رسمي سیالۍ پيل شوې چې موخه یې د ولایت په کچه دويمه درجه لوبډلې لپاره د لوبغاړو غواروی، د کرکټ لوبغاړو ترمنځ همغږي او د هغوی ظرفیت لوړول دي.»

د یادو سیالیو یوه لوبغاړي ويس‌احمد مهال راډیو ته وویل، خوښ دی چې د روان کال په انټرکلب سیالیو کې لوبېږي.

نوموړي کرکټ بورډ ادارې ته وړاندیز وکړ چې دوی ته د رسمي لوبو ترسره کولو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

هېره دې نه وي چې تېره میاشت هم په لوګر ولایت کې د ۳۸ غوره لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ جوړې شوې وي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button